چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

کمپایني ګومارنې او شړېدلی حکومت

مې 28, 2019
in دریځ
0 0

 

لا هم ټاکنو ته څو میاشتې پاتې دي، خو محمد اشرف غني سره له اوسه داسې ګامونه اخلي، چې کمپایني حرکتونه ورته ویل کېدای شي. نوموړی سر له اوسه په حکومت کې داسې بدلونونه راولي، چې په راتلونکو ټاکنو کې یې بیا په خپله ګټه وکاروي. هغه تازه د دریو وزارتونو وزیران له دندو ګوښه کړي دي او پر ځای یې نوي کسان ګومارلي دي. د اوبو او برېښنا، مخابراتو او لوړو زده کړو لپاره نوي وزیران ګومارل شوي دي. د حکومت سیاسي مخالفین هم دا کمپایني مقررۍ او منفکۍ ګڼي او پر محمد اشرف غني غږ کوي، چې د ټاکنو لپاره دولتي امکانات ونه کاروي.

که وروستیو بدلونو ته وګورو، واضح ترې کمپایني هڅې ښکاري. محمد اشرف غني په کورنیو رسنیو کې کم ملاتړ لري. له همدې امله یې د یوه خصوصي ټلوېزیون مالک راوست او د مخابراتو سرپرست وزیر یې کړ. ارګ غواړي په دې ډول له دغه ټلوېزیون څخه په خپل راتلونکي ټاکنیز کمپاین کې ګټه واخلي. له همدې امله یې د ټلوېزیون مالک ته وزارت ورکړ او هغه به یې په بدل کې په ټاکنو کې دده ملاتړ کوي. له دې پرته د مخابراتو وزارت ته ټاکل شوی کس نه په دې برخه کې زده کړې لري او نه هم په اړونده برخه کې کومه کاري تجربه چې پرې حساب وشي. د لوړو زده کړو وزیر هم د حنیف اتمر پخوانی ملګری و او ولسمشر په دې خاطر له دندې لرې کړ، چې په راتلونکو ټاکنو کې ترې ګټه نه شي اخیستلی. که څه هم د هغه پر ځای راغلی کس، استاد او تکړه مدیر دی، خو ولسمشر بیا هم تمه لري چې په ټاکنو کې به ترې په جنوب لوېدیځه حوزه کې ګټه واخلي. همداسې د اوبو او برېښنا وزارت ته راغلی کس هم داسې دی چې ارګ به په راتلونکو ټاکنو کې ترې ګټه اخلي.

دا په روښانه توګه کمپایني کړنې دي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د حکومتي واک د کارولو لپاره د محمد اشرف غنی تیاری ښيي. تر دې حیرانوونکې دا ده چې دا کسان په خورا ډراماتیک ډول له دندې ګوښه کېږي او په دې اړه هېڅ فکر نه کېږي، چې د دولتي ادارې چارې او برخلیک به څه ډول وي. په دې اړه پرون اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي، چې دا ډېره عجیبه ده چې ګوښه شوي وزیران د ځان د ګوښه کېدو خبر پر فیسبوک لولي او له دې لارې خبرېږي. د عبدالله په خبره، وزیران په ځان خبر نه وي، خو ولسمشر ګوښه کړي وي.

ارګ او واکمن ټیم ته پکار ده چې د راتلونکو ټاکنو لپاره تیاری ولري، خو په هېڅ ډول دولتي واک او ځواک ونه کاروي. له بده مرغه اوس ارګ نږدې هره ورځ یو سلاکار ټاکي، خو ټول پوهېږي چې د دغو سلاکارانو ټاکل د کمپاین برخه ده. همداسې حکومتي بدلونونه او نور کارونه روان دي، چې په واضح ډول له ټاکنو سره تړلي دي. دا ډول ګامونه به له یوه اړخه حکومت لا زیات وشړوي او له بله اړخه به د رڼو، عادلانه او سراسري ټاکنو مخه ونیسي او د ولسواکۍ په مرۍ به پښه کېږدي.

 

Share14Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In