د کندهار په شوراندام سیمه کې د سمنټو نوې فابریکې مسوولین وایي، دغه فابریکه هره ورځ د ۱۵۰۰ ټنو سمنټو د تولید ظرفیت لري او تولیدات یې د وارداتي سمنټو په پرتله لوړ کیفیت او ټیټه بیه لري. د فابریکې د خوندیتوب څانګې رییس عبدالقاهر عزیزي ویلي، د دویم فاز په پیل سره به د فابریکې د تولید ظرفیت هره ورځ ۵۰۰۰ ټنو ته لوړ شي. د دې فابریکې پراختیا د کاري فرصتونو د زیاتېدو زمینه هم برابروي. د فابریکې یوه کارکوونکي دادالله له مسوولانو غوښتي چې نورې فابریکې هم جوړې کړي، څو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.































