د افغانستان او امریکا د پانګونې ګډې خونې رییس جیفري ګریکو ویلي، هڅه کوي په افغانستان کې د اقتصادي ثبات، پانګونې د زیاتوالي او د افغانالاصله امریکایي پانګوالو د راجلبولو لپاره زمینه برابره کړي. نوموړي ویلي، امریکایي پانګوال د افغانستان د تېلو او ګازو، کانونو او نساجۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري. ګریکو د بهرنیو پانګونو پر وړاندې د خنډونو په توګه د بشري حقونو محدودیتونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې په دې اړه یې د ا.ا له چارواکو سره خبرې کړې دي. هغه زیاته کړې، د امریکا حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو، لکه یونیسف او د خوړو نړیوال پروګرام، له لارې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو او مرستو ته دوام ورکوي.































