د یمن حوثي غورځنګ ادعا کړې چې سعودي جنګي الوتکو د یمن پر بېلابېلو سیمو سخت هوايي بریدونه کړي او د دې ډلې ځواکونو هم د سعودي پر ښارونو بېپیلوټه الوتکې او توغندي توغولي دي. حوثیانو ویلي، له تېرې اوونۍ راهیسې یې د سره سمندرګي په ساحلي سیمو کې د پرمختګ ترڅنګ، د بابالمندب تنګي ځینې ټاپوګان هم نیولي دي. دغې ډلې تېره شپه یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د سعودي په ملاتړ د ځواکونو زغرهوال موټر نیول شوي ښکاري. رویټرز راپور ورکړی چې د نښتو له زیاتېدو سره هممهاله، امریکا سعودي عربستان ته د سفر خبرداری سخت کړی او خپلو دولتي کارکوونکو ته یې د یمن له پولې په ۲۰ مایله واټن کې سیمو ته سفر منع کړی دی































