په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، رباب فاطمې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې خبریالان د خبرو اترو، سولې او ښې حکومتولۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري. نوموړې ټینګار کړی، چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې باید د هغو ښځینه او نارینه خبریالانو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړل شي، چې د حقیقت موندلو او خلکو ته د معلوماتو رسولو لپاره کار کوي































