دوشنبه, سپتمبر 14, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه

Year: 2023

شي جين پينګ د اروپا او اسيا د سوداګريزې اتحاديې د ۲م اقتصادي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۴مه نېټه په انلاين ‌ډول د اروپا او اسيا د سوداګريزې اتحاديې د ۲م اقتصادي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې يوه وينا وکړه. نوموړي په ياده وينا کې ويلي،‌ چې اوسنۍ نړۍ په لوی تحول کې روانه ده. څوک د نړۍ د څو قطبيز کېدو او د اقتصاد د نړیوال کېدو مخه نشي نیولی. نړيواله ټولنه پر دې موافقه لري،‌ چې پر رښتيني څواړخېزم ټينګار کوي او سيمه ييزې همغږۍ او پرمختګ ته وده ورکړې شي. اسيايي او اروپايي وچه په نړۍ کې تر ټولو زيات نفوس لرونک‍‍ي هېوادونه او تمدنونه لري. اوس نړۍ د کړکېچ او بدلون په حالت کې ده، نو د اسيا او اروپا ترمنځ همکارۍ باید څنګه تر سره شي؟ همکارۍ يې نه يوازې د خلکو له ګټو سره تړلې دي، بلکې د نړۍ پر پرمختګ اغېز لري. نوموړي زياته کړې،‌ چې چين د اسيا او اروپا يوه برخه ده، د دې هېواد پرمختګ له اسيا او اروپا سره تړلی دی. د اروپا او اسيا د اقتصادي اتحاديې ۲م اقتصادي فورم د مې په ۲۴مه نېټه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې تر سره شوی. ...

Page 292 of 490 1 291 292 293 490