د هندي رسنیو د راپورونو له مخې پرون د دغه هېواد په لویدیځ ګوجرات ایالت، صورت ښار کې د یوې ۶ پوړیزې ودانۍ د نړېدو له امله ۷ تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د پولیسو یوه چارواکي راجیش پارمار رسنیو ته ویلي، چې یو شمېر کسان د نړېدلې ودانۍ لاندې بند پاتې دي، چې له ډلې یې یوه مېرمن له دولسو ساعتونو وروسته ژغورل شوې او د پاتې نورو د ژغورنې عملیات روان دي. د پېښې لامل سیمه کې له تېرو شپږو ورځو راهېسې پرلپسې سخت ورښتونه ښودل شوي دي.