ایراني رسنیو ویلي، چې د دې هېواد د بحري ځواکونو یوه کښتۍ د هرمز تنګي سره نږدې په داسې حال کې ډوبه شوه چې د ترمیم لپاره د اوبو غاړې ته راوړل شوې وه. د ایرنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د سهند په نامه دا کښتۍ د سمندر غاړې ته د ترمیم لپاره لیږدول شوې وه خو په ټانکۍ کې یې د اوبو ننوتو له کبله بې توازنه او ډوبه شوه. په راپور کې ویل شوي چې په دې پېښه کې ځینې کسان ټپيان شوي هم دي.