د نایجر هېواد څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو په موخه د ټاکل شوي مهلت له مخې یوه شمېر امریکایي سرتیري د یاد هېواد څخه وتلي دي. د یادو امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د نایجر او امریکا دفاع وزارتونو په یوه ګډه اعلاميه کې ویلي؛ ” د نیامي ۱۰۱ نظامي اډې څخه د امریکایي سرتېرو او وسایلو وتل بشپړ شوي دي” نایجر کې نظامي مشرانو د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په جولای کې د کودتا له لارې د واک ترلاسه کولو وروسته له امریکا سره د یاد هېواد نظامي تړون لغوه کړه او د امریکایي سرتېرو وتلو لپاره یې مهلت وټاکه.