روسیې ته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دوه ورځنی سفر پای ته ورسېد. د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، روسیې د دغه سفر پر مهال منلې چې هند که به د اټومي انرژۍ شپږ نورې برخې جوړوي، د روسیې دویم لوی بانک د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخوالي په موخه د پیسو په جریان کې د اسانتیاوې راولي او د روسیې د پانګونې مستقیم صندوق هم د کښتیو او درملو جوړولو او د زده کړو برخو کې هوکړې کړي دي. په راپور کې راغلي، پوتین د هندي وګړو د آزادولو ژمنه هم کړې ده.