د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، نوې نړۍ ته زما پیغام په نوم مقاله کې د خپل دولت بهرنی سیاست تشریح کړی او ویلي یې دي، چې د دې سیاست په اساس به په سیمه کې د جنجالونو کمولو لپاره په ريښتوني ډول هڅې کوي. د نوموړي په دغه مقاله کې چې تهران ټایمز ورځپاڼې خپره کړې ویلي، د نوموړي د دولت سیاست له ټولو هېوادونو سره په اړیکو کې تعادل رامنځته کولو، د هېواد ملي ګټو، اقتصادي پراختیا او په سیمه او نړۍ کې د سولې او امنیت په اړتیاوو ور ټول دی. پزشکیان همداراز ویلي، چې د نوموړي دولت کې له ګاونډیانو سره د اړیکو ټینګښت یې له لومړیتوبونو څخه دی.