د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندید ډونالډ ټرمپ د کمپایني غونډې پر مهال ډزې شوې دي. د راپورونو له مخې خپله ټرمپ ته ډېر زیان نه دی اوښتی خو دا پېښه د ټرمپ د وژنې یوه هڅه ګڼل شوې ده. دې پېښې په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي. د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، په پېښه کې د مشکوک حمله کوونکي په ګډون ۲ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. د جمهوریپال ګوند کاندید ۷۸ کلن ډونالډ ټرمپ په بټلر کې پر ځايي وخت د شنبې ماسپښین مهال خلکو ته وینا کوله، چې د اوو ډزو اوازونه واورېدل شول او وروسته د خلکو نارې شوې او وارخطايي خپره شوه. په یوه خپره شوې ویډيو کې له ډزو وروسته ښکاري، چې د ټرمپ له ښي غوږ وینه بهېدله. تر پېښې وروسته د خفیه خدماتو د ارتباطاتو مشر پر ایکسپاڼه ولیکل چې ټرمپ خوندي دی.