د راپورونو له مخې اروپايي ټولنې پر ایران لګول شوي بندیزونه د یوه کال لپاره نور ځنډولي دي. د اروپايي ټولنې شورا ویلي، چې دا پرېکړه یې په اوکراین کې د جګړې د ملاتړ په خاطر کړې ده. د مالوماتو له مخې ایران تورن دی چې د اوکراین په جګړه کې د مسکو تر څنګ ولاړ دی او ډرون الوتکې ورکوي. د اروپايي شورا په بندیزونو کې د ایران د ډرون الوتکو صنعت او پهکې ښکېل اشخاص شاملېږي. اروپايي شورا دغه ویلي، مخکې یې هم ایران ته خبرداری ورکړی وو.