ډونالډ ټرمپ په رسمي توګه د جمهوري غوښتونکي ګوند لهخوا د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شو. د جمهوري غوښتونکي ګوند څلور ورځنۍ ملي مجمع پرون په میلواکي کې پيل شوې ده. ټرمپ د دې ګوندي غونډې په پيل کې ۳۹ کلن جیمز ډېوېډ ونس د مرستیال ولسمشرۍ لپاره نوماند کړ. جې ډي ونس د اوهایو ایالت سناتور دی. په ورته وخت کې د امریکا د فلوریډا ایالت د محکمې یوه قاضي پر ډونالډ ټرمپ باندې د محرمو اسنادو د ساتلو دوسیه رد کړې ده. پر ټرمپ تور و چې له ولسمشرۍ دورې وروسته یې هم محرم اسناد ساتلي وو.