د خيبر پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو ډبې د ډکولو پر مهال چاودنه شوې، چې له امله یې درې تنه کان کېندونکي مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. پاکستاني پولیسو ویلي، چې تر چاودنې وروسته یې دغه اووه تنه له خارو را ایستلي دي. ځايي پوليس وايي، نن سهار د کوهاټ په دره ادم خيل اخوروال سيمه کې د سکرو په یوه کان کې چاودنې دغه مرګژوبله اړولې چې مړه او ټپیان له خاورو لاندې شوي وو. پولیس وايي، تر خاورو او خټو لاندې شوي ټول کسان را ایستل شوي او د درېیو تنو کان کیندونکو مړي یې خپلو کورنیو ته ور سپارلي دي. پولیس زیاتوي، په دغه کان کې مړه شوي کان کیندونکي ټول د خیبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې اوسېدونکي وو.