د بنګله دېش حکومت د دغه هېواد پلازمېنه ډاکه کې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو په دوام د ۳۵ نورو کسانو تر وژل کېدو وروسته په ټول هېواد کې ګرځبندیز اعلان کړی دی. ډاکه کې ځوانانو چې اکثریت یې د پوهنتونونو محصلین دي، د جولای میاشتې له پیل راهیسې د حکومتي دندو ترلاسه کولو لپاره د ونډو یا سهمیې سیستم خلاف لاریونونه پیل کړي، چې په وروستیو کې پر تاوتریخوالي اوښتي دي. د دغه سیستم له مخې بنګلهدېش کې له هرو درېیو حکومتي دندو یوه د هغو کسانو د کورنیو غړو ته پام کې نیول شوې چې په ۱۹۷۱ کال کې یې له پاکستانه د خپلواکۍ اخیستلو په جګړه کې برخه اخیستې وي. خو معترض محصلین وايي دغه سیستم پر تبعیض ولاړ دی او غوښتنه کوي چې ګومارنې باید د وړتیاو پر بنسټ وي.