د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې د هایټي هېواد ۴۰ اوسېدونکي د کښتۍ اور اخیستلو پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د یاد سازمان په وینا، پېښه کې یوشمېر کسان ټپیان شوي هم دي. کښتۍ کې څه باندې ۸۰ کسان سپاره وو او د هایټي له شمال «فورټسېن مېشل» څخه تورکس او کایکس ټاپوګانو ته روانه وه. یاده سیمې له یوه بل ۲۵۰ کیلومټره لري دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، کښتۍ د هایټي هېواد په شمالي ساحل کېپهاییټن کې اور اخیستی دی. شاوخوا ۴۱ کسان د هایټي ساحیلي ګارډ لهخوا ژغورل شوي دي.