په بنګله دېش کې حکومت په ټول هېواد کې د دوو ورځو لپاره د ټولو دفترونو او موسسو د تړلو حکم وروسته تر هغه وکړ چې د حکومت ضد لاریون کوونکو کې د مړو شویو کسانو شمېر تر ۱۱۴ پورته شو. د حکومت ضد لاریون کوونکو مشري محصلین کوي او دومره خونړي شوي چې پوځ په پلازمېنه ډهاکې کې ګزمې پیل کړي او د خلکو په ګرځېدو راګرځېدو هم بندیز لګیدلی. د لاریون مرکز د ډهاکې ښار دی او چارواکي وایي چې د دې ښار په څنډو کې د شنبې په ورځ هم څلور تنه مړه شوي دي. پولیسو او نورو امنیتي چارواکو د ښار په لارو کوڅو کې موانع ایښي دي تر څو خلک ګرځېدو ته پرې نږدي. اعتراضکوونکو شاوخوا یوه میاشت مخکې د یو فعال له وژل کېدو وروسته لاریونونه پیل کړل او له واک څخه د حسینې د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه.