د لغمان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو له بېلابېلو برخو څخه نږدې ۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس سلامت خان بلال ویلي چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې په دغه ولایت کې ۵۰ نویو تولیدي فابریکو فعالیت پیل کړی، چې له دې سره په دغه ولایت کې د تولیدي فابریکو شمېر ۷۰ ته رسېږي. نوموړي زیاته کړه چې سږکال د شاوخوا ۳۰۰ صنفي جوازونو د وېشلو له درکه ۶ میلیونه ۸۴۵ زره ۷۰۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي. بلال وویل چې د دغه ولایت په کچه د یوه صنعتي پارک جوړولو هڅې روانې دي چې ورسره به ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي.