د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او میرمن یې میشل د امریکا په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند له نوماندې کاملا هاریس څخه ملاتړ وکړ. دوی هاریس ته په ټلیفوني اړیکه کې وویل، چې هڅه به وکړي چې له هغې سره د ټاکنو په ګټلو کې مرسته وکړي. پر ټولنیزو رسنیو تازه د اوباما یوه ویډیو خپره شوې چې هاریس ته یې مبارکي ورکړې او د هغې د کمپاین لپاره یې د هغې د بریا هیله څرګنده کړې. بارک او میشل اوباما په ویډیو کې ویلي، چې دوی به د هاریس سره د ټاکنو د ګټلو او سپینې ماڼۍ ته د ننوتو په برخه کې پوره هڅه وکړي. بارک اوباما له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د امریکا ولسمشر و او تر دې مخکې یې د جوبایډن په کمپاین کې برخه اخیستې وه او ملاتړ یې کړی و.