هندي رسنیو د یو شمېر ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په راتلونکې اګست میاشت کې اوکراین ته سفر وکړي. سرچینو ویلي، چې ښایي دغه سفر د اګست په اخرنۍ اونۍ یعنې په ۲۳ مه نېټه ترسره شي. د یادونې وړ ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي مخکې تر دې نریندرا مودي ته بلنه ورکړې وه او دغه راز د روانې میاشتې په پیل کې هندي بهرنیو چارو وزیر، جې شنکر له خپل اوکرایني سیال دیمیتري کولبیا سره ټېلفوني خبرې کړې وې. د روانې جولای میاشتې پر اتمه مودي روسیې ته هم سفر کړی وه.