روسي چارواکي وايي چې پرون د دغه هېواد په سوېل کې د یوه رېل ګاډي او لارۍ موټر د ټکر له امله ۵۲ کسان ټپیان شوي دي. دې رېل ګاډي شاوخوا ۸۰۰ مسافر لېږدول. روغتیايي چارواکي وايي چې ۲۱ کسان په روغتون کې بستر شوي او پاتې یې، له لومړنیو درملنو وروسته، رخصت کړي دي. له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې پېښه کې شاوخوا ۱۴۰ کسان ټپیان شوي دي. د روسیې د رېلګاډي ادارې ویلي چې یاده لارۍ په غیرقانوني توګه د کوټیلنیکوفو تمځای ته نږدې د رېلګاډي له خبرداري سره سره، اوسپنې پټلې څخه تېرېده چې له امله یې، دغه پېښه رامنځته شوې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سیمې ته پر وخت ژغورونکې او روغتیايي ډلې رسېدلي او ټپیانو ته یې لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کړې دي.