د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ښار په دره ادم خېل زوړ بایزید خېلو سیمه کې د سېلابونو او تېز باران له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړي مړه شوي دي. د ۱۱۲۲ ډله، چې د ژغورنې په عملیاتو بوخته ده ویلي، د دغه کور په تهکوۍ کې د یوې کورنۍ غړي د سېلاب په اوبو کې ډوب شوي. د ادارې په وینا په مړه شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دغه اداره وايي، د سېلاب په اوبو کې ورکه شوې یوه پنځه کلنه ماشومه ژغورل شوې ده. د جولای له ۲۹مې راهیسې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې د پرله پسې بارانونو ورښت پیل شوی، چې له امله یې ګڼې سیمې اوبو لاندې کړې دي. د پاکستان د راولپنډۍ په ګډون په یو شمېر نورو ښارونو کې د سختو ورښتونو له امله د باران بېړنی حالت اعلان شوی دی.