د راپورونو له مخې د هند په سویلي ایالت کیرالا کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شویو شمېر ۱۵۸ کسانو ته رسېدلی دی. دیاد ایالت ځایي چارواکي وايي، چې له ۲۲۰ ډېر کسان لا هم لادرکه دي. د ژغورنې کارکوونکي وايي، دوی د نړېدلو چتونو او د ویجاړ شویو کورونو تر خاورو لاندې د هغو کسانو لټه کوي چې کېدای شي ژوندي پاتې وي. د خاورو او اوبو سخت توپان تېره ورځ یاده سیمه لاندې کړه، چې ډېر شمېر کورونه یې چپه او ونې یې له بېخه وښکې. هلته لا هم په سیمه کې سخت بارانونه دوام لري، چې د ژغورنې عملیات یې له خنډ سره مخامخ کړي دي. دا په یاد ایالت کې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د ځمکې ښویېدنه ترټولو لوی خونړی ناورین دی، هغه مهال یې هم له ۴۰۰ ډېر کسان وژلي وو.