د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د یوې خبري غونډې پرمهال، د ایران ګواښ ته په اشاري ویلي، چې موږ نه غواړو شخړې زیاتې شي، خو که ایران د غڅ اخیستو خبره کوي، نو امریکا به د اسراییلو دفاع وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ په تهران کې د حماس مشر اسماعیل هنیه په یوه برید کې وو وژل شو. د حماس مشر ایران ته د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و. د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې اسرائيل به ډېر ژر د خپل دې تروریستي عمل پایلې وویني. ایران دغه راز له ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه هم د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده؛ روسیې او چین د دغې غوښتنې ملا تړ کړی.