ناپېژاندو وسلهوالو پرون په خیبرپښتونخوا کې پر هغو پولیسو برید کړی، چې د درېیو قاضیانو موټر یې بدرګه کاوه. د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر لهمخې په پېښه کې دوه پولیس وژل شوي، خو قاضیانو ته زیان نهدی اوښتی. د پولیسو یوه مشر سلام خان ویلي، چې دغه برید په دېره اسماعیل خان کې شوی دی. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نهدی منلی، خو تر دې مخکې د دغه ډول بریدونو تور پر پاکستاني ط البانو اچول شوی دی. د اسوشېټېډ پریس د خبر لهمخې، هغه قاضیان چې پر موټرو یې برید شوی، په سیمه کې له غلاګانو نیولې د ټروریزم تر اعمالو پورې قضیې څېړلې.