د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ منلې چې د فاکس نیوز ټلوېزیوني شبکې په وړاندیز د امریکا له مرستیال ولسمشرې کامالا هریس سره به مناظره وکړي. ټرمپ ویلي، چې د دې مناظرې اصول به د امریکا له اوسني ولسمشر جو بایډن سره شوې مناظرې ته ورته والی ولري. تر هغه وروسته تېره میاشت فاکس نیوز د ټرمپ او هریس ترمنځ د سپټمبر پر اوولسمه د مناظرې وړاندیز وکړ، چې مېرمن هریس هم ومنله، خو ټرمپ ویلي وو له مېرمن هریس سره مناظره نهکوي، ځکه هغه رسمي کاندیده نهده. د ډیموکرات ګوند ملي کمېټې مشر جیمي هریسن پرمن ویلي چې، کامالا هریس توانېدلې چې د ډیموکرات ګوند په استازیتوب د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره پهدې ګوند کې ډېرې رایې وګټي.