په زابل ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د دغه ولایت امنیتي مسوولینو ویلي، چې د سېلابونو له امله لس تنه مړه شوي او یو تن ژوبل دی. د زابل د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، چې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اړولي دي. دغه سېلابونه پرون له يوه توپاني باران وروسته د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې راوتلي دي.