د راپورونو له مخې روسیې په تېرو شپږو میاشتو کې د تاجکستان ۱۷ زره اتباع له خپلې خاورې ایستلي دي. تاجکستاني چارواکو ویلي، چې دغه ایستنې تر ډېره د روسیې له قوانینو څخه د سرغړونې په تړاو وې. تاجکستاني چارواکو تېره میاشت ویلي و چې، په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۳۴۰۰ تاجکستاني کارګر کډوال د روسیې له هوايي ډګرونو تاجکستان ته ستانه کړای شوي دي. روسیې د مارچ میاشتې په پای کې مسکو ته نژدې په هغه تروریستي برید کې د لاس درلودو په تور څو تاجکستانیان ونیول چې تر ۱۴۰ زیات کسان پهکې ووژل شول. لهدې پېښې وروسته، تاجکستاني کارګر کډوال په روسیه کې دننه او دغه هېواد ته د تګ پر مهال له زیاتو بندیزونو سره مخامخ شوي دي.