د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ډاډه نه دی چې که ډونالډ ټرمپ د نومبر په میاشت کې د ولسمشرۍ په ټاکنو ماتې وخوري؛ د واک سوله ییز انتقال دې وشي. نوموړي وړاندوینه کړې، چې ټرمپ به د ۲۰۲۰ کال په څېر ووايي چې ټاکنې یې ګتلې او پایلې نه مني. جوبایډن دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته څه کم درې میاشتې پاتې دي، نوماندانو د دغه هېواد په حساسو ایالتونو کې خپل کمپاینونه زیات کړي دي.