امریکا پرون له اوکراین سره د ۱۲۵ ميلیونه ډالرو نوې پوځي مرسته اعلان کړه. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، دغه مرسته له اوکراین سره چې د روسیې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي، د دوی د نه ماتېدونکې ژمنې څرګندونه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، چې له اوکراین سره دا مرستې به د دوی له زیرمتونونو څخه کېږي او پهکې د هوایي مدافعې شنډېدونکي وسایل، د راکټ سیسټمونو لپاره مهمات، توپخانې، څو رادارونه، او د ټانک ضد وسلې شاملې دي. هغه ویلي، چې دغه تجهیزات به اوکراین ته ورکول کېږي، ترڅو هغوی وکولی شي چې خپل سرتیري، خپل خلک او ښارونه د روسیې له بریدونو څخه خوندي کړي او د لومړۍ کرښې په اوږدو کې خپل ظرفیتونه پیاوړي کړي.