د سویلي وزیرستان د انګور اډې پرلت کوونکي وایي، چې که د پاکستان حکومت یې غوښتنې ونه مني او له افغانستان سره یې تګ راتګ بې له پاسپورټه ونه شي؛ نو د دغه هېواد د ازادۍ ورځ به توره ورځ ونمانځي. دوی وايي که کوم چا په سویلي وزیرستان کې دغه ورځ ونمانځله نو یو لک روپۍ به ناغه ورکوي. د ځايي خلکو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې د انګور اډې بازار کې خلک نه لیدل کیږي. د سویلي وزیرستان په انګور اډه کې د برمل او انګور اډې په دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو له لسو میاشتو راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی.