د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ته عباس عراقچي د نوماند وزیر په توګه ټاکلی دی. د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف وايي چې ټاکل شوي کمېسیونونه به سبا د دوشنبې په ورځ د نوماند وزیرانو د پلانونو بیاکتنې بهیر پیل کړي. د راپورونو له مخې عراقچي یو تجربهلرونکی ډیپلومات دی چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې د تهران او د نړۍ ځواکمن هېوادونو ترمنځ د اټومي خبرواترو مشري کوله. هغه په ترکیې او جاپان کې د ایران د سفیر په توګه دنده کړې او دوه کاله یې، د اسیا پاسفیک لپاره د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې.