د بنګلهدېش مخکنۍ لومړۍ وزيرې شيخ حسینې په خپلو تازه څرګندونو کې امریکا د دغه هېواد د حکومت په نسکورولو تورنه کړې. اغلې حسینې ویلي، که چېرې یې امریکا ته هوايي پوځي اډې ورکړی وی اوس به پر خپله دنده پاتې وی. له واک څخه د حسينه واجد له لرې کېدو وروسته دا د هغې لومړنۍ څرګندونې دي، چې د امريکا اړوند يې کوي. هندي رسنیو ویلي، چې حسینې واجد خپلو پلويانو ته په يو پېغام كې ادعا كړې، چې امريكا غواړي د بنګال په خليج كې تسلط تر لاسه کړي او د سېنټ مارټن جزيره کې پوځي اډه جوړه کړي. لومړۍ وزيرې ويلي، چې د جزيرې واک يې امريکا ته نه دی سپارلی. اغلې حسينه وايي؛ که یې د جزيرې واک او د بنګال پر خلیج تسلط امريکا ته ورکړی وی، اوس به هم لومړۍ وزيره وی. په خبر کې راغلي، چې په بنګلهدېش کې د لاريونوالو له لوري د دولتي ادارو څخه د حسينه واجد د پلويانو د لرې کېدو لړۍ لا هم دوام لري.