د راپورونو له مخې د ایران د پولهساتو ځواکونو قوماندان یو ځل بیا خبر داری ورکړی، چې بېاسناده بهرني اتباع دې د ۱۴۰۳ کال تر پایه له دغه هېواده ووځي. د ایران د پولهساتو ځواکونو قوماندان احمدعلي ګودرزي په یوې خبري ناسته کې ټينګار کړی چې د روان کال تر پایه د بې اسناده کډوالو د شړلو پالیسي د اجنډا په سر کې ده. نوموړي ویلي، چې دا خلک له ډېر وخت راهیسې د دغه هیواد له اسانتیاوو ګټه اخلي، خو اوس یې وخت دی چې له هېواده یې ووځي. تېره اوونۍ ایراني ساتونکو یو افغان چې د اورېدلو ستونزه یې لرله راڅملولی، یوه یې لاسونه او پښې نیولي او بل ورته پر غاړه ګونډه وهلې ده، په خواله رسنیو کې دې ویډيو د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونه هم را پارولي وو. ایراني چارواکي د «غیر مجاز وګړو» اصطلاح هغو افغان کډوالو ته کاروي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.