په یمن کې د وروستیو سېلابونو له امله ۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې دي. د دغو سېلابونو له امله چې د جون په وروستیو کې پیل او د اګست په لومړیو کې لا پسې ځواکمن شول، په ټوله کې له ۳۴ زره ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې دي. په یمن کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د ماموریت سرپرست مت هوبر ویلي چې د دغه ناورین پراخوالی ډېر دی او بشردوستانه اړتیاوې ډېرې دي. په هغو سیمو کې، چې سېلابونو ځپلې حدیده، حجه، تعز او مارب هم شامل دي. د رپوټونو له مخې تر ټولو ډېر زیانونه په حدیده کې اوښتي دي.