د ایران تسنیم خبري اژانس د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې لیکلي، چې د اسراییلو راډيو او ټلوېزیون ادارې نن سهار مهال ادعا وکړه چې غزه کې د اسراییلي پوځي عملیات پای ته رسېدلي دي. د راپور له مخې اسراییلي ځواکونه هڅه کوي، څو د خپلو یرغمل شویو کسانو ژغورلو ته فرصت برابر کړي. په ورته وخت کې د اسراییلو راډیو ټلوېزیون دا خبر هم ور کړی که د یرغمل شویو اسراییلو په اړه مالومات تر لاسه شي نو اسراییل ممکن غزې ته یو ځل بیا ننوځي. د حماس د سياسي دفتر مشر يحيی السنوار بیا وړاندې تر دې عرب منځګړو ته په استولي يوه پيغام کې ويلي وو، «که اسراییل د خبرو اترو په اړه جدي وي او د حماس ګډون غواړي، نو غزه کې دې نظامي عمليات ودروي. تېره شپه قطر چې د غزې مذاکراتو کوربتوب کوي اعلان کړی، دوحه کې د غزې په تړاو مذاکرات پای ته رسېدلي دي. له بل لوري امریکا چې په دغو مذاکراتو کې د منځګړي رول لري ویلي، د خبرو اترو دا بهیر ګټور او مثبت و