د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د يوې اعلاميې په خپرولو سره د سوډان د حکومت د هغې پرېکړې ستاينه کړې، چې د دغه هېواد او چاد ترمنځ د ادرې سرحدي بندر د ۳ مياشتو لپاره پرانيستل شو. هغه وویل چې دا د سوډان په دارفور کې له سختې لوږې سره مخ میلیونونو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو تر ټولو مستقیمه او اغیزمنه لاره ده. ګوترېش پر دې ټینګار کړی چې په سوډان کې بېلا بېلې خواوې باید د نړیوال بشردوستانه قانون او دمخه منل شويو میتودونو سره سم خپلې دندې پر غاړه واخلي او د بشري لاسرسي د اسانتیا او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره مشخص او دوامداره اقدامات وکړي. د سوډان حکومت اعلان کړی چې د دغه هېواد او چاد ترمنځ د ادرې سرحدي بندر به د ۳ مياشتو لپاره پرانيزي ترڅو له چاد څخه د سوډان په لويديځ کې دارفور سيمې ته د بشري مرستو د رسولو اسانتياوې برابرې کړي.