د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن په غزه کې د اوربند او د بندیانو د خلاصون د هڅو په لړ کې اسراییلو ته تللی دی. ټاکل شوې چې نوموړی نن د اسراییلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو او د دغه هیواد له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري. بلېنکن به د سې شبنې په ورځ مصر ته سفر وکړي. دا په فلسطين کې په تېره اکتوبر میاشت کې له پیل شوې جګړې راهیسې دې سیمې ته د ښاغلي بلېنکن نهم سفر دی.بلخوا د امریکا ولسمشر جوبایډن هم په غزه کې د اوربند او په جګړه کې د دواړو ښکېلو لورو تر منځ د فاصلې راکمولو هیله ښودلې او د سولې د خبرو د پیل ملاتړ یې کړی دی.