د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین تېره شپه په دوه ورځني سفر د اذربایجان پلازمېنې باکو ته رسېدلی او ټاکل شوې له خپل سیال الهام علی اف سره پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې وکړي. تمه ده چې له الهام علیاف سره د پوتین خبرې به پر اوسني وضعیت او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر امکاناتو او دغه راز پر بېړنیو نړۍوالو او سیمهییزو مسایلو متمرکزې وي. باکو ته دا د پوتین اتم سفر دی او وروستی هغه یې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په سېپټمبر کې کړی و.