د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي او د اوکراین له خلکو سره یې د امریکا د کلک ملاتړ ډاډ ورکړی. د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې د درشل په مناسبت په یوه خپره شوې اعلامیه کې، بایډن له اوکراین سره د پوځي مرستو یوه نوې بسته هم اعلان کړه. پهدې نوې بسته کې د هوايي دفاع توغندي، د ډرون ضد تجهیزات، د ټانک ضد توغندي او نور وسایل شامل دي. که څه هم سپینې ماڼۍ د پوځي مرستو د ارزښت په اړه دقیق ارقام نهدي وړاندې کړي، خو راپورونه وايي چې دغه بسته ۱۲۵ میلیون ډالره ارزښت لري. بایډن دا هم ویلي چې امریکا، متحدین او شریکان به یې په هره لاره کې د اوکراین ترڅنګ ولاړ وي.