یو شمېر نړیوالو رسنیو د بنګلهدېش د طبیعي پېښو سره د مبارزې او ژغورنې ادارې له قوله ویلي؛ چې د یاد هېواد په ختیځ کې د سختو ورښتنو له کبله رامنځته شویو سېلابونو شاوخوا ۴.۵ میلیونه خلک زیانمن کړي. د راپور له مخې دغو سېلابونو د یاد هېواد د ۶۰ ولسوالیو له ډلې ۱۱ ولسوالۍ ځپلي او تر دې مهاله د ۱۳ کسانو د مړینی راپور هم ورکړل شوی. د شاوخوا ۱۷۰ میلیونه وګړو لرونکی دغه هېواد تېرو څو لسیزو کې ګڼ شمېر دغه ډول سېلابونو ځپلی او زیانونه یې ورته اړولي.