د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري، د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لومړنی لست او د نوماندانو اسناد سترې محکمې ته د تفسیر لپاره استول شوي دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي، چې لا هم د ډیری نوماندانو په اسنادو کې ستونزې شته او له سترې محکمې غواړي ، چې څو د دوی د اسنادو په تړاو د خپلو ارزونو پایلې له دوی سره شریکې کړي. د نوماندېدو تر څنګ پر دولتي دندو د یو شمېر نوماندانو او دهغوی د مرستیالانو پاتې کېدل، تحصیلي زده کړې، د دوه ګونې تابیعت موضوع او ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندېدو د نورو شرایطو نه پوره کېدل هغه ستونزې دي، چې د ډیری نوماندانو په اسنادو کې موجودې دي. پر ټاکنو څارونکې ادارې او د ټاکنو کمېسیون پخواني چارواکي وايي، چې یو شمېر نوماندان او د هغوی مرستیالان د دولتي دندو تر څنګ په هممهاله توګه یې ولسمشریزو ټاکنو ته هم ځانونه نوماند کړي دي چې دا کار د قانون خلاف دی او که قانون عملي کېږي نو باید نومونه یې له نهايي لست څخه وايستل شي.