یو لوړ پوړي امریکايي استازي په مسکو کې له طالب چارواکو سره لیدلي او له افغانستان نه یې د امریکايي ځواکونو د وتلو ملاتړ کړی دی. اسوشیتدپرس خبري اژانس ویلي، چې دا لیدنه د مسکو له دوه ورځنۍ بین الافغاني غونډې ورسته وشوه. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلی چې روسیه به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو او د امریکا او طالبانو په مذکراتو کې مرسته وکړي. روسیې همدا راز ویلي دي که د ملي امنیت د شورا نور غړي موافق وي، مسکو چمتو دی چې پر ځینو طالب مشرانو باندې د لګولو شویو بندیزونو د لرې کولو ننګه وکړي. د طالبانو ځینو سرچینو ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو موافقه شوې ده، خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش نه دی ټاکل شوی.



































