په خوست کې په يوه کور کې د چاودنې له امله د دوو سړيو او يوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون درې نور ټپيان دي. د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نوروزي وويل چې دغه پېښه تېره شپه ٧ بجې د دې ولايت د مرکز اړوند د ګلزار اکا په سيمه کې په يوه کور کې شوې ده. نوموړي د چاودنې د نوعيت په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې د پلټنې لپاره سيمې ته د دوی پرسونل تللی او جزئيات به يې وروسته په ډاګه شي. خو د امنيه قوماندانۍ يوې بلې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې دغه کسان د ماين پر جوړولو لګيا وو چې پرې چاودلی دی. د سرچينې په وينا، په چاودنه کې د ياد کور دوه سړي او يوه ښځه وژل شوې او د دوو ماشومانو په ګډون درې نور ژوبل دي. په همدې حال کې د خوست د ملکي روغتون مسوولين وايي، له دې پېښې يې ورته څوک نه دي ور وړي، خو په خوست ښار کې د بابري ګل په نوم د شخصي کلينيک يو تن ډاکټر وويل، چې دوی ته تېره شپه د پېښې له ځايه دوه مړي او درې ټپيان ور وړل شوي دي، چې په مړو کې يوه ښځه هم شامله ده.