دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغانستان څخه په بېړه دامریکایي ځواکونو وتل له خطر ډک بولي. نوموړي ویلي، چې له یوې مناسبې تګلارې پرته د امریکایي ځواکونو وتل ګواښونه راولاړولی شي. طالبانو تېره ورځ ویلي و. چې د روان کال مې میاشتې پورې به امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې د طالبانو دا خبره رد کړې او ویلي یې دي، چې دامریکایي ځواکونو د وتلو لپاره هېڅ مهال ویش نه دی ټاکل شوی. قریشي په دوحه او ماسکو کې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ دشوې ناستې ګټورې بولي. نوموړی وايي افغان ستونزه د زور نه بلکې د خبرو له لارې حل کېدای شي. قریشي په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه ویلي چې اوسمهال۲۰ لکه او۷۰ زره افغانان پاکستان کې دکډوالو په توګه ژوند کوي ده ویلي، هیله لرو چې افغان کډوال په درناوي خپل هیواد ته ستانه شي.