د پکتیا یو شمېر معترض نوماندان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په فساد او درغلۍ تورنوي. دوی چې په کابل کې د دغه کمېسیون مخې ته اعتراض کړی و وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دوی شکایتونه سم نه دي څېړلي، پاکې رایې یې له ناپاکو هغو نه دي بېلې کړي او دغه راز یې پر سر معامله کړې ده. دوی وايي، تر هغې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړي، کارکوونکو ته به یې کمېسیون ته د ننوتلو اجازه ور نه کړي. د دوی په وینا، د کمېسیون غړو له هغو کسانو سره د ځمکو په غصب او زوراکۍ تورن دي، معامله يې کړې، پیسې یې ترې اخیستي او د پیسو په بدل کې یې رایې ورته ډېرې کړي چې دوی یې سندونه هم لري. دغه معترض نوماندان ګواښ کوي، که يې شکایتونه ونه څېړل شي، نه یوازې په پکتیا کې به د ولسمشرۍ ټاکنې تحریم کړو، بلکې ټاکنیزو کمېسیونونو ته به هم د فعالیت اجازه ور نه کړو. خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني دا تورونه بې بنسټه بولي او وايي، د کمېسیون پرېکړې وروستۍ دي او که دوی رښتیا سندونه لري، له قانوني لارو چارو دې دا موضوع وڅاري.