د افغان سولې لپاره د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د طالبانو لوړپوړی قوماندان ملا برادر پاکستاني مقاماتو د ده په غوښتنه خوشې کړی دی. خلیلزاد ویلي چې ملابرادر د طالبانو د نورو غړو په پرتله د سولې پلوی دی. ملا برادر د پاکستان له زندان نه په دې وروستیو کې له خوشې کېدو وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ريیس په توگه ټاکل شوی دی. زلمي خلیلزاد د امریکا د سولې په انسټیټوت کې یوې غونډې ته ویلي، چې پاکستان له تاریخي پلوه د سولې په خبرو کې مثبت رول نه دی لوبولی، خو دغه رول په دې وروستیو کې بدل شوی دی. نوموړي ویلي فکر کوي چې ملابردار د سولې پلوی دی او د ده په غوښتنه خوشې شوی دی. خلیلزاد ویلي، چې په افغانستان کې سوله د څو اړخونو څخه د پاکستان په گټه ده. هغه ویلي چې په افغانستان کې د جگړې پای ته رسیدل به د امریکا او پاکستان اړیکې هم ښې کړي. د پاکستان سربېره خلیلزاد په افغانستان کې د سولې په رامنځ ته کېدو کې د سیمې د هیوادونو په رول ټینگار کړی او ویلي یې دي چې د افغان جگړې ریښې نه یواځې په افغانستان بلکه په سیمه کې هم دي. خلیلزاد ویلي، چې د طالبانو سره په خبرو کې هغه څه چې د امریکا لپاره لومړیتوب لري هغه د سولې د موافقې ترلاسه کېدل دي، نه داچې په افغانستان د امریکا پوځي شتون پای ته ورسیږي. نوموړي ویلي په هغه صورت کې چې موافقه وشي او امریکا ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د ترهگرۍ په ځالې نه بدلیږي، امریکایي ځواکونه به له دې هېواد ووځي.