د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان د سیمهایزتوب له ګواښ سره مخامخ دی. د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان د احتمالي سیمهایزتوب له ګواښ سره مخ دی او زیاته کړې ده چې په بلوچستان کې خلکو د ترهګرۍ پر ضد اعتراض کړی دی. نوموړي زیاته کړې: «تحریک انصاف د وروستۍ ترهګرۍ پر څپې تورن شوی؛ خو وروسته دولت ادعا وکړه چې ترهګر له پولې اخو راغلي دي. خان ویلي چې تحریک انصاف ګوند د یو فدرال ګوند په څېر کولای شي چې له شته ننګونکې حالت سره مقابله وکړي؛ ځکه په خبره یې، نور سیاسي ګوندونه خپلو سیمو ته محدود شوې دي . نوموړي دغه راز د فبرورۍ اتمې ټاکنې او درغلي د سیاسي بېثباتۍ لامل بللی دی.