پخواني ولسمشر حامد کرزي په مسکو کې د سپوتینک په نوم له یوې خبري رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د سولې پروسه کې باید د ټولو لورو نظرونه واخستل شي او اړتیاده چې د سولې ترڅنګ د نورو ستونزو پرسر د بحث لپاره لویه جرګه راوبلل شي. حامد کرزی د افغان سولې په پروسه کې د امریکا رول مهم بولي، خو وایي په دې پروسه کې باید د مسکو او چین ترڅنګ د سیمې نور هیوادونه هم ښکېل او د هغوی رول ته پام وشي. کرزی وایي، د سولې لپاره باید ښکېل لوري انعطاف وښي او د اساسي قانون د تعدیل ترڅنګ هغه موارد چې قانوني ستونزه نه لري باید پرې تفاهم رامنځ ته شي. نوموړی وایي، په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره باید له افغانستان څخه د نورو هېوادونو پرضد د نه کارونې په تړاو قوي ضمانت ورکړل شي. کرزی وایي، له افغانستان څخه د بهرینو ځواکونو وتل له نړۍ سره د افغانستان اړیکو د پریکون په مانا نه دی ، بلکې په وینا یې د سولې له ټینګښت وروسته باید راتلونکی حکومت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې وپالي.